په امریکا کې سختې واورې او توپان خلک له ستونزو سره مخ کړي دي. د راپورونو له مخې د نیویارک او واشنګټن په ګډون د امریکا په مهمو ښارونو او ایالتونو کې سخته واوره او توپان پیل شوی دی. په ساعت کې د اتیا کیلومتره په سرعت سره باد ددې سبب شوی چې د خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ شي. سلګونه پروازونه لغوه شوي دي او په ځینو ایالتونو کې شدید توپان او ورښت ان د کرونا واکسینو د وېش بهیر هم ځنډولی دی.
































