وسله والو طالبانو په کابل ښار کې د جمعیت اصلاح د مشر وژل کېدل غندلي دي. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې په هېواد کې د یوې ځانګړې خبیثه او استخباراتي کړۍ له لوري خبریالان، سیاسي او مدني فعالین او دیني علما وژل کېږي او دوی ددې پېښو غندنه کوي. وسله والو طالبانو د دوکتور محمد عاطف پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده او پر نوموړي شوی هدفي برید یې غندلی دی. دوکتور عاطف نن سهار په کابل ښار کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې وژل شوی دی. تر اوسه هېڅ ډلې ددې برید مسوولیت نه دی منلی او نه هم امنیتي سرچینو په دې اړه څه ویلي دي. دا پېښې داسې مهال کېږي چې په هېواد کې وروستیو هدفي بریدونو سختې اندېښې پارولې دي. افغان حکومت وخت ناوخت طالبان ددغه پېښو مسوول بولي خو طالبان بیا وایي چې دوی په دې هدفي بریدونو کې ښکېل نه دي.
































