په کابل کې نننیو چاودنو شپږ کسه ټپیان کړي او دوه نور یې وژلي دي. د راپورونو له مخې لومړنۍ چاودنه نن د کابل ښار د دویمې ناحیې اړوند په جوی شیر سیمه کې د امنیتي کسانو پر یوه فورډ ډوله موټر شوې چې دوه کسه یې ټپیان کړي دي. دویمه چاودنه په څلورمه ناحیه کې پر یوه فرونر ډوله موټر وشوه چې په هغه کې د جمعیت اصلاح د مشر دوکتور محمد عاطف په ګډون دوه کسه وژل شوي او دوه نورټپیان دي. له دې ساعت وروسته د کابل ښار د دهمزنګ په نو آباد سیمه کې هم پر یوه کرولا ډوله موټر د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه چې دوه کسه پکې ټپیان شول. ددې بریدونو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
































