د کندز ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې طالبانو تېره شپه په دغه ولایت کې د امنیتي سرتېرو پر یوه پوسته برید کړی دی چې په پایله کې یې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي. د دغه ولایت د ولایتي شورا غړې فوزیه یفتلي ویلي چې دا پېښه تېره شپه د ښاري حوزې په اړوندو کې رامنځته شوې ده. هغې ویلي چې په متقابلو ډزو کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. تر اوسه د دغه ولایت امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي. د چارواکو په خبره، طالبانو په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او یو ځل بیا خپل فعالیتونه د ښار څنډو ته رانږدې کوي.
































