ارګ وایي چې حکومت به د اساسي قانون په رڼا کې تر ټاکلې مودې پورې فعالیت کوي او ولسمشر به د ټاکنو له لارې واک خپل ځای ناستې ته پرېږدي. د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال ویلي چې افغانانو ته له جمهوریت پرته بله هره بڼه د منلو نه ده. نوموړي زیاته کړې، د اوسني اسلامي جمهوري نظام د ساتنې په اړه د ولس هوډ واضح دی. د هغه په خبره، د ملت واضح اراده دا ده چې حکومت به د اساسي قانون په رڼا کې تر ټاکلې مودې فعالیت کوي او دا د ولسمشر قانوني مکلفیت دی چې واک د ټاکنو له لارې خپل ځای ناستي ته ولېږدوي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې د لنډمهالي حکومت رامنځته کېدو بحثونه یو ځل بیا ګرم شوي دي خو د دولت د مذاکراتي پلاوي یو غړي بیا ویلي چې طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د مؤقت حکومت موضوع نه ده مطرح کړې او په وینا یې له مېزه بهر چې دا موضوعات مطرح کېږي یوازې تبلیغاتي جنبه لري.
































