د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو تن سلاکار پیټر ناوارو د امریکا د اوسني ولسمشر جو بایډن له لوري د ټرمپ د سیاستونو لغوه کېدو په اړه صادر شویو فرمانونو او دغه راز د ټرمپ د محاکمه کېدو خبرې ته غبرګون کې ویلي چې بایډن په دې توګه غواړي ټرمپ په راتلونکو ټاکنو کې له کاندېدو منع کړي خو د نوموړي په خبره، ټرمپ به د ۲۰۲۴ کال ټاکنو کې بیا ګډون وکړي او دوی ډاډه دي چې نوموړی به یو ځل بیا د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې په ستر توپير وګټي. هغه زیاته کړې، کله چې ټرمپ بریالي شي نو بېرته به خپل پخواني سیاستونه فعال او په ناپایه جګړو کې به د امریکا دخالت ته د پای ټکی کېږدي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې بایډن ویلي، د ده اداره به د نړۍ په ټولو مسائلو کې ډېره ښکېله او امریکا به بېرته پخواني برم ته ورسوي.
































