امریکا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا وبا اخته دوه زره او ۳۶ کسان مړه شوي چې ورسره له دغې ناروغۍ د مړه شویو کسانو شمېر تر ۴ لکه او ۵۴ زره اوښتی دی. د ورلډ میټرز معتبرې ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، امریکا کې تر اوسه له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر څلور لکه او ۵۴ زره او ۲۱۳ ته رسېدلی دی. د سرچینې په خبره، دغه راز په همدې موده کې د کرونا وبا لږ تر لږه ۱۳۲ زره او ۲۶۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ورسره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو ټول شمېر بیا ۲۶ میلیون او ۹۱۱ زره او ۲۷۵ ته لوړ شوی دی. د کویډ یو اس په نامه مرکز چې د کرونا وبا تحلیل او تجزیې دنده پر غاړه لري وړاندوینه کړې ده چې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې ښایي په امریکا کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو شمېر ۵ لکه او ۴۳ زره او ۹۳ تنو ته ورسېږي.
































