امریکا په درېیو میاشتو کې افغان پوځ ته د ۸۴ میلیونو ډالرو په ارزښت نظامي وسایل او وسایط اخیستي دي. سیګار په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې تېر کال د اګسټ له ۳۱مې بیا د اکټوبر تر ۳۱مې امریکایي لوري افغان ځواکونو ته د ۸۴،۱ ډالرو په ارزښت نظامي وسایل او وسایط اخیستي دي. په دې کې ۲۱۷ هاموې ټانکونه هم شامل دي چې بیه یې ۵۱،۸ میلیونه ډالرو ته رسېږي. سیګار وایي چې امریکا له ۲۰۰۵ز کال تر ۲۰۱۸ز کال پورې د افغان پوځ پر تجهیز او روزنه ۱۲،۶ میلیارده ډالر لګولي دي. سیګار زیاتوي چې افغان پوځ لا هم روزنې، تجهیز او ملاتړ ته اړتیا لري او امریکایي لوری په دې برخه کې ژمنې او هوکړې لري.
































