وسله والو طالبانو یو ځل بیا امریکا د داعش ډلې په ملاتړ تورنه کړې ده. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې په ایران کې طالب پلاوي ورته ویلي چې امریکا په افغانستان کې د داعش ډلې ملاتړې وه او ددغه ډلې د وسله والو په لېږد کې یې لاس درلود. طالب پلاوي ویلي چې په ډېرو سیمو کې د داعش وسله وال د امریکایي ځواکونو له لوري د طالبانو له لاسه خلاص شوي او یا یې محاصره ماته شوې ده. طالبانو تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د ننګرهار په ځينو سیمو کې امریکایي ځواکونو له داعش سره د جګړې پر مهال د داعشیانو پر ځای پر طالبانو هوایي بریدونه کول. خو امریکا بیا ویلي وو چې په تېرو کلونو کې طالبانو د داعش ضد جګړه کې ننګرهار کې فعال رول لوبولی دی.
































