د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي داسې مهال چې ایران له امریکا سره د مذاکراتو تمه لري، خو په همدې وخت کې سپوږمکۍ وړونکي توغندي ازمويي دا مسئله د اندېښنې وړ ده. امریکا ویلي دغه توغندي اټومي کوپړۍ هم لېږدولی شي او ورته ازمویښتونه کولی شي د ایران نظامي ځواک پیاوړی کړي. امریکایي لوري پر ایران غږ کړی چې له ورته پاروونکو اقداماتو لاس په سر شي او نړیوالو قوانینو ته ژمنتیا وښيي. ایران بیا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
































