د ولسي جرګې غړو پر وروستیو هدفي بریدونو اندېښنه ښودلې ده. د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال ویلي چې په کابل او ولایتونو کې په وروستیو کې د مقناطیسي ماین چاودنې او هدفي بریدونه ډېر شوي چې دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده. د ولسي جرګې غړي وایي پر وروستیو هدفي بریدونو د حکومتي چارواکو چوپتیا په دې مانا ده چې د حکومت له منځه ځینې کړۍ په دې بریدونو کې لاس لري. دوی تور پورې کوي چې ترهګرې ډلې د استخباراتي کړیو له مرستې پرته په کابل ښار کې ورانکاره فعالیتونه نه شي ترسره کولی نو حکومت باید په دې اړه وضاحت ورکړي. د ولسي جرګې غړو ټینګار وکړ چې د وروستیو پېښو په تړاو حکومت مسوول دی او باید په دې اړه د ولس پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ووايي. ولسي جرګې داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې په ورستیو کې په کابل ښار کې هره ورځ د مقناطیسي ماینونو چاودنې کېږي او د مرکز په ګډون په ګڼو ولایتونو کې هدفي بریدونه ډېر شوي دي.
































