هند پرېکړه کړې ده چې په لنډه موده کې له روسیې څخه ۲۱ میګ ۲۹ ډوله پرمختللې جنګي الوتکې وپېري. د سپوټنیک اژانس د خبره له مخې، د روسیې د نظامي او تخنیکي خدماتو مرستیال ولادیمیر دروژوف ویلي چې هند له روسیې څخه د ۲۱ جنګي الوتکو پېرلو لپاره وړاندیز ورکړی دی. هغه زیاته کړې، دوی د هند د پوځ له لوري د یادو الوتکو پېرلو د شرایطو په اړه خبرو اترو ته منتظر دي او په وینا یې ژر به په دې اړه نور جزیات له رسنیو سره شریک کړي. دروژوف زیاته کړې چې هند پخوا لا د دې الوتکو د پېرلو غوښتنه کړې وه خو د کرونا وبا په خاطر د لګول شویو بندیزونو له امله یې قرارداد عقد نه شو. هند تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































