په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یونما) په یو راپور کې ویلي چې که څه هم په دې وروستیو کې د افغانستان په زندانونو کې د شکنجې کچه یوه اندازه کمه شوې ده خو په خبره یې، لا هم د بندیانو حقونه تر پښو لاندې کېږي او ربړول کېږي. راپور کاږي، لا هم د افغانستان په زندانونو کې د ربړونې تورونه په لوړه کچه دي او په خبره یې له بندیانو سره قانوني چلند ته پاملرنه بیخي کمه ده. په راپور کې له افغان دولت څخه غوښتنه شوې ده چې باید د زندانونو وضعیت وڅاري او اجازه ورنه کړي چې له بندیانو سره غیر قانوني چلن وشي.
































