اسراییلي ځواکونو په سوریه کې د ایران له ملاتړ د برخمنو وسله والو پر کمپونو هوایي بریدونه کړي دي. د سوریې حکومت ویلي چې اسراییلي ځواکونو تېره شپه پر ځینو سیمو توغندیز او هوایي بریدونه کړي خو د دوی له غبرګون سره مخ شوي او څو الوتکې په نښه شوې دي. بلخوا د سوریې د بشري حقونو یوه ډله چې په لندن کې فعالیت کوي وايي، دغه بریدونه پر هغو نظامي کمپونو شوي چې د ایران له ملاتړ برخمن وسله وال پکې مېشت دي. دا وسله وال تر ډېره ایرانیان دي چې د بشارالاسد د رژیم په ملاتړ جګړه کوي. اسراییلو تازه په بې مخینې توګه پر ایران هم د سخت برید ګواښ کړی دی. ایران ددې پېښو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
































