افغانستان به تر راتلونکو درېو میاشتو پورې، د کرونا وبا پر وړاندې درې میلیونه دوزه واکسینونه ترلاسه کړي. د عامې روغتیا وزارت ویلي چې دا واکسین د واکسین د نړیوالې ټولنې د ۱۶ میلیونه واکسینو د مرستې یوه برخه ده چې د دې هېواد لپاره په پام کې نیول شوې ده. د دې وزارت د کتلوي معافیت مشر غلام دستګیر نظري وايي، چې د واکسین نړیوالې ټولنې د واکسینو د عادلانه ویش د اصل له مخې په لومړي پړاو کې د افغانستان اته میلیونه وګړو ته واکسین په پام کې نیولي دي. نوموړی وايي، چې د دې واکسینو درې میلیونه دوزه به د اپرېل میاشتې تر پایه افغانستان ته را ورسېږي. د هغه په خبره، په لومړي پړاو کې به روغتیایي کار کوونکي، په دویم پړاو کې ښوونکي او محصلین او په همدې ترتیب بندیان او له ۵۰ کلونو نه ډېر عمر لرونکو ته به د کرونا واکسین ورکړل شي.
































