روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا وبا ۶۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۵ زره او ۳۳۰ تنو ته ورسېد. له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې، په یاده موده کې له دې وبا څخه یو تن مړ شوی او ۲۳ تنه ترې روغ شوي چې له دې سره د مړو شمېر ۲۴۰۸ او د رغېدلو کسانو شمېر ۴۸ زره او ۱۸ تنو ته ورسېد. روغتیایي چارواکي وایي، کرونا ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
































