د مصالحې عالي شورا په دوحه کې د مرکچي پلاویو تر منځ د خبرو ځندېدو پړه پر طالبانو اچوي او وایي، دې ډلې په نامعقوله دلایلو د خبرو بهیر ځنډولی دی. په اعلامیه کې زیاته شوې، د افغان حکومت مرکچي پلاوی د مخکنۍ هوکړې پر اساس د دویم پړاو خبرو لپاره دوحې ته تللی او د مصالحې شورا، جمهوري نظام، سیاستوالو او د افغانستان د خلکو له ملاتړه برخمن دی. د سرچینې په وینا، که څه هم مذاکره کوونکي پلاوي ته بشپړ واکونه او مشورې ورکړل شوي، خو په خبره یې، طالبان په پلمو او نامعقوله دلایلو د دې پروسې ځنډېدو لامل شوي. په اعلامیه کې لیکل شوي، طالبان د دې پر ځای چې د جګړې پر پای ته رسېدو او مهمو قضیو بحث وکړي، په داسې سفرونو بوخت دي چې د سولې خبرې څنډې ته کوي. د مصالحې شورا یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې په هېواد کې د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصته ګټه واخلي. په خپره شوې اعلامیه کې دا هم راغلي چې که طالبان پر دې فکر وي چې له مذاکرې پرته به پر نورو لارو د افغانستان ستونزه حل شي، تېروتلي دي.
































