ملګري ملتونه وايي، کرونا وبا د شخړو له زیاتېدو او د تروریستي ډلو د ګواښونو له زیاتوالي سره مرسته کړې ده. ملګروملتو په یوه راپور کې، چې تازه یې خپور کړی، ویلي د متخصصانو یوه ډله یې دې نتیجې ته رسېدلې چې په ناامنو سیمو کې د تاوتریخوالي خطر د ۲۰۲۰ کال په دویمه نیمايي کې ډير زیات شوی دی. د دوی د ارزونو له مخې، د تاوتریخوالي د ډېرېدو لومړنی عامل دا دی چې سختدریځو ته امکان برابر شوی چې د کرونا وبا د مخنیوي په خاطر له بندیزونو سره سره په اسانه عملیات وکړي او په ازاده تګ راتګ وکړي. د متخصصانو په باور بندیزونو د عامو خلکو او امنیتي ځواکونو پر فعالیتونو منفي اغېز کړی دی. د ملګروملتو په راپور کې ویل شوي چې د تېر کال د فبرورۍ په ۲۹ د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو او د تروریستي ګواښونو کمېدو ته هیلې وغوړولې خو له دې هوکړې سره سره تېر کال په دې هیواد کې تر ۶۰۰ ډېر ملکيان او ۲۵۰۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
































