طالبانو ګواښ کړی چې که ناټو او امريکايي ځواکونه د دوحې تړون پر اساس په مې میاشت کې ونه وځي نو د امريکا پر وړاندې به جګړه له سره پیل کړي. د امریکا د کانګرس يوې ډلې د ځواکونو د اخراج د ځنډولو سپارښتنه کړې ده. طالبانو ویلي، که چيرته د دوحې تړون لغوه شي، دا به د یوې سترې جګړې سبب شي چې مسووليت به يې د امریکا پر غاړه وي. طالبانو دغه څرګندونې د دوو ګوندونو د کارپوهانو د هغه راپور په ځواب کې کړې، چې په هغه کې سپارښتنه شوې وه چې له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو موضوع تعويق ته واچول شي. امريکا د تير کال په فبرورۍ میاشت کې له طالبانو سره يو تړون لاسليک کړ چې په افغانستان کې ميشت د ناټو ټول ځواکونه د ۲۰۲۱م کال د اپريل مياشتې تر پايه پورې په تدريجي ډول له دغه هيواد څخه وځي. طالبانو هم په مقابل کې ژمنه کړې وه چې تاوتريخوالی به کموي او افغان حکومت سره به د سولې مخامخ مذاکرات پيلوي.
































