د افغان حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وایي، د سولې بهیر باید چټک شي، خو ټینګار یې کړی چې په دغه بهیر کې بېړه باید د افغانستان د خلکو ګټې له خطر سره مخ نه کړي. نوموړی وايي چې د افغانستان د سولې بهیر په اړه ملي، سیمهييزه او نړیواله اجماع رامنځته شوې ده او زیاته کړې یې ده چې د سولې په بهیر کې باید د ملي نهادونو بنسټونه هم پیاوړي شي. نوموړي ویلي، د سولې بهیر باید چټک شي، خو ټینګار یې وکړ چې په دغه بهیر کې بېړه باید د افغانستان د خلکو ګټې له خطر سره مخ نه کړي. ستانکزي ویلي، اړتیا ده چې قطر کې مذاکره کوونکي لوري د دغه بهیر په اړه د افغانستان خلکو ته ځواب ووايي.
































