ولسمشر غني د امریکا د دفاع له وزیر لوید استین سره ټلیفوني خبرې کړې دي. ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په دې ټلیفوني خبرو کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو او د افغانستان د سولې پروسې د وروستيو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وکړې. خبر پاڼه کې همدا راز راغلي، چې د امريکا دفاع وزير د دې ترڅنګ چې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ یې ستایلي ویلي، د هيواد نوی حکومت يې د سولې هغې پایداره پروسې چې د افغانانو په ګټه وي او په پايله کې يې دايمي اوربند ترلاسه شي، ملاتړ کوي. دواړو خواو همدا راز په دې ټېنګار کړی چې د سولې له دغه فرصت څخه ګټه واخیستل شي.
































