دغه محکمې په تازه پرېکړه کې ویلي تر درېیو کلونو بحث وروسته دوی دې پایلې ته رسېدلي ، چې په فلسطین کې د جنګي جنایتونو په اړه کافي اسناد شته دي نو له همدې امله اړینه ده چې په دغه سیمه کې د شوو جنګي جنایتونو څېړنه او پلټنه وشي. ددغه محکمې څارنوالې فاتو بنسوډا ویلي دوی خپل کارونه د قوانینو پر بنسټ کوي او نړیوالو قوانینو ددې اجازه ورکړې ده چې په نړیواله کچه د جنګي جنایتونو څېړنه وکړي. دغه محکمې تر دې وړاندې په افغانستان کې هم د جنګي جنایتونو د څېړنې ژمنه کړې ده او په خبره یې بهرنیو ځواکونو په دغه هېواد کې ګڼ جنګي جنایتونه کړي دي چې هر اړخیزې پلټنې ته اړتیا لري.
































