د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکلن تازه د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ته ویلي چې د حوثي یاغیانو ډله به ډېر ژر له تور لېست و ایستل شي. دده په وینا امریکا نه غواړي دغه ډله د ترهګرو په لېست کې پاتې شي. د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو د ټرمپ د حکومت په وروستیو کې ویلي وو چې حوثیان یې په تور لېست کې شامل کړي دي. دې مسئلې د ملګرو ملتونو او بشري حقونو د فعالو ډلو غبرګون له ځان سره درلود. امریکا دغه راز د فبرورۍ تر اته ویشتمې پورې پر حوثي یاغیانو بندیزونه هم په موقته توګه د بشري مرستو لپاره لرې کړې دي. تر دې وړاندې جو بايډن ویلي وو چې له دې وروسته د سعودي له ایتلاف سره د حوثیانو ضد جګړه کې برخه نه اخلي.
































