د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپله تازه مرکه کې د ټرمپ د پلویانو له لوري پر کانګرس ماڼۍ برید ته په اشارې ویلي چې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ باید محرمو اطلاعاتو ته لاسرسی ونه لري. بایډن له سي بي ایس سره په تازه مرکه کې ویلي، ټرمپ هغه څوک دی چې خپل پلویان یې د امریکا په تر ټولو معتبر ادرس باندې یرغل ته هڅولي نو پر همدې بنسټ نوموړی د امریکا امنیت او یووالي ته ستر ګواښ دی. هغه د خپلو خبرو پر دوام له اطلاعاتي ادارو غوښتي چې نوموړي ته دې محرم اطلاعات په واک کې نه ورکوي.
































