د افغان چارو امریکایي څېړونکي وایي چې القاعده ډله اوس هم د امریکا لپاره یو ستر ګواښ دی او وایي چې طالبان له القاعده ډلې ځان نه شي بېلولی. د امریکا د څېړنو ادارې (هوډسن انسټیټیوټ) د افغان سولې پروسه پرمختګ یا خطر تر عنوان لاندې راپور کې ویلي چې د طالبانو بریا د القاعده په ګټه ده نو د همدې لپاره امریکا او نور متحد هېوادونه باید اجازه ورنه کړي چې دا ډله یو ځل بیا خپلې ریښې سیمې او نړۍ ته وغځوي. راپور کاږي، د امریکا- طالبانو هوکړه کې پر شویو ژمنو طالب ډلې عمل نه دی کړی او داسې نه ښکاري چې د اپریل تر اخیره دې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي. په ورته وخت کې د ډیموکراسي د دفاع په نوم د یو بنسټ څېړونکي هم د امریکا- طالبانو هوکړه نیمګړې بللې او زیاته کړې یې ده چې پر دې هوکړه باید له سره کتنه وشي ځکه چې دا یوازې په امن فضا کې د سرتېرو د وتلو لپاره یوه لوظنامه وه نه د سولې هوکړه. دا راپور وروسته تر هغه خپرېږي چې د بایډن ادارې ویلي چې د دوحې هوکړه به له سره وارزوي خو طالبانو بیا ګواښ کړی دی چې که چېرته پر یاده هوکړه عمل ونه شي نو د جګړې ډګر به لا پراخ او تود شي.
































