د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او تر اوسه پورې یې د سولې د راتګ لپاره له خطر سره مل ډېر ګامونه پورته کړي دي، مذاکراتي پلاوی په دوحه کې له یادې ډلې سره د مذاکرې لپاره موجود دی خو طالبانو د خبرو مېز پرې ایښی دی. هغه زیاته کړې چې طالبان سوله نه غواړي او موخه یې د اوسني نظام ړنګول او واک ته رسېدل دي خو نوموړي ټینګار کړی دی چې که چېرته طالبان جګړې ته دوام ورکړي نو امنیتي ځواکونه هم له دغې ډلې سره جګړې او د خپلې خاورې مقدسې دفاع ته چمتو دي. محب د خپلو خبرو پر دوام ویلي، دوی د امریکا له دې خبرې سره همغږي دي چې طالبانو د دوحې هوکړه تر پښو لاندې کړې ده او د کړیو ژمنو خلاف یې جګړې لا پراخې کړې دي.
































