د سولې له کاواکه بهیر سره هممهاله داسې ګنګوسې خپرې شوې چې طالبان او افغان حکومت دواړه د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډن پرېکړې ته په تمه دي او له همدې امله دواړه لوري په مذاکراتو کې سستي کوي، خو پر ځای یې د خونړیو جګړو د پيلېدو خبرداري ورکوي.
تازه امریکايي چارواکو له افغان چارواکو سره په خبرو کې د سولې له خبرو ملاتړ کړی او افغان حکومت هم ویلي چې دوی د سولې غوښتونکي دي، خو طالبانو د مذاکرې میز پرې اېښی دی او د سولې نیت نه لري. طالبانو بیا له امریکا غوښتي چې پر ژمنو یې عمل وکړي او که داسې و نه شي نو خونړۍ جګړه به پيل کړي.
له څه باندې دریو میاشتو راهیسې په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ بین الافغاني مذاکرات پيل شوي، خو داسې ویل کېږي چې دغه مذاکرات هېڅ راز پرمختګ نه لري او په دویم پړاو کې یې پرمختګ له صفر سره مساوي دي. افغان پلاوی وایي، دوی په دوحه کې دي، مذاکراتو ته تیار دي، خو طالبانو په ځلونو له لیدنو ډډه کړې او له مذاکراتو په شا کېږي. تازه د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي په یوه خبري کنفرانس کې د سولې په بهیر کې د چټکتیا غوښتنه هم کړې ده. نوموړي ویلي، د سولې خبرې باید چټکې کړل شي؛ ځکه په افغانستان کې د دایمي سولې او اوربند اړتیا ده او خلک له جګړو ستړي شوي دي.
افغان حکومت بیا له امریکایي لوري سره په خبرو لګیا دی. په تېرو څو ورځو کې ګڼو امریکایي چارواکو له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي. تازه په تازه د امریکا د دفاع وزیر له ولسمشر غني سره د دوه اړخیزو نظامي اړیکو تر څنګ پر افغان سوله هم خبرې کړې دي. د ده په وینا، دوی په افغانستان کې د داسې سولې ملاتړ کوي چې دلته د دایمي اوربند سبب شي او اوږدې جګړې پای ته ورسوي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د امريکا دفاع وزير د دې ترڅنګ چې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ وستايلې، وويل، د هېواد نوی حکومت يې د سولې هغې پایداره پروسې چې د افغانانو په ګټه وي او په پايله کې يې دايمي اوربند ترلاسه شي، ملاتړ کوي».
د دې تر څنګ د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم د افغان سولې د روان بهیر په اړه تازه څرګندونې لرلې دي. نوموړي پرون په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې طالبانو د مذاکراتو مېز پرې اېښي دی او پر جګړه تمرکز کوي. د ده په وینا، طالبانو په تېرو څو میاشتو کې چې بین الافغاني خبرې روانې وې، جګړه شدیده کړې او زیاتوي چې دغه ډلې افغان وژنې ته ادامه ورکړې ده. حمدالله محب تور پورې کړی، چې طالبان سوله نه غواړي او په خبره یې، د دوی مشران او باداران دغه ډلې ته د سولې اجازه نه ورکوي. هغه په خپلو خبرو کې وویل: «طالبان سوله نه غواړي. دوی په دې موده کې ثابته کړه چې د سولې ملاتړي نه دي. دوی یوه دایمي بې ثباتي غواړي. دوی غواړي اوسنی نظام له منځه یوسي. دوی یوازې ځان افغانان بولي او هر څه یوازې د ځان بولي. دوی بل هېڅوک نه زغمي».
حمدالله محب د خپلو خبرو پر دوام ټینګار وکړ چې په وروستیو وځو کې یې له ګڼو امریکایي چارواکو سره خبرې اترې لرلي او داسې ښکاري چې په امریکايي حکومت کې د افغان جګړې په اړه یو واحد دریځ او فکر رامنځ ته شوی دی. هغه زیاته کړه چې طالبان د مذاکراتو لار نه خپلوي، نو له همدې امله افغان ځواکونه له دوی سره جګړې ته تیار دي. د ده په وینا: «افغان ځواکونه پیاوړي دي. طالبان مذاکرات نه کوي، له جګړو لاس نه اخلي، نو ځکه موږ اړ یو چې مقدسې دفاع ته ور وګرځو».
له دې سره جوخت د سیاسي مسایلو شنونکي پر طالبانو او حکومت نیوکه کوي، چې د ولسمشر جو بایډن پرېکړې ته منتظر دي او په دې منځ کې هره ورځ د افغانانو وینې تویېږي. د سیاسي چارو شنونکی عبدالستار سعادت دا د غلامۍ یوه نوې بڼه بولي او په وینا یې، د جګړې ښکېل لوري پر خپله خاوره د نورو پرېکړو ته په تمه دي. هغه زیاتوي: «ټول منتظر دي چې د امریکې ولسمشر څه تصمیم نیسي. د یوه ملت برخلیک، سوله او جګړه، غم او خوشحالي، ژوند، مرګ، راتلونکې ټول یوه بل واکمن پورې اړه لري».
































