د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان کواکس پروګرام وایي چې دوی به په لومړۍ مرحله کې ددغه پروګرام د غړو هېوادونو پر ۳۳۰ میلیونه وګړو د کرونا واکسین وویشي. د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان ویلي چې د هند، امریکا او چین له شرکتونو جوړ شوي واکسین ددوی په واک کې دي او ټاکل شوې چې د روان میلادي کال تر نیمایي د کواکس پروګرام د غړو هېوادونو پر ۳۳۰ میلیونه وګړو دغه واکسین وویشل شي. د کواکس پروګرام د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان له لوري جوړ شوی چې موخه یې په عادلانه توګه پر ټولو هېوادونو د کرونا واکسین وېشل ښودل شوي دي. نږدې ۱۹۰ هېوادونه ددغه پروګرام غړیتوب لري چې ځينې یې د واکسین تولیدوونکي او ځینې یې مصرفوونکي دي.
































