ایران له امریکا غوښتي چې اټومي پروګرام ته د بېرته راګرځېدو پلان لري نو باید دا پروسه چټکه کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په خپله تازه مرکه کې ویلي چې اټومي تړون ته د ورګرځېدو لپاره فرصت کم دی او امریکا باید په دې برخه کې له بېړې کار واخلي. هغه وایي که امریکا په فبرورۍ میاشت کې مذاکرات پيل نه کړي، نو ایران ښایي ددغه هېواد د پارلمان د پرېکړې پر بنسټ د یورانیمو غني کولو ته ادامه ورکړي او تر څنګ یې ښايي د ایران په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې داسې څوک واک ته ورسېږي چې هغه مذاکراتو ته تیار نه وي. جواد ظریف ټینګار کړی چې امریکا باید له شته فرصت سمه ګټه پورته کړي. ایران داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د امریکا له لوري له سختو بندیزونو سره مخ دی او اقتصاد یې مخ پر ویجاړېدو دی.
































