د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پراته پښتانه وایي د اغزن سیم غځېدو یې پر ژوند منفي اغېز کړی دی. ددغه فرضي کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه وایي چې په ځينو برخو کې د دوی ملکیتونه په دوو برخو وېشل شوي دي، یا یې ځمکې یوه لوري ته پاتې دي او کورونه بلې غاړې ته، خو پاکستاني پوځ لا هم خپلو ظلمونو ته ادامه ورکړې ده او پر دغه فرضي کرښه اغزن سیم تېرول ادامه لري. پاکستان له څو کلونو راهیسې پر ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن سیم تېرول پیل کړي دي چې په دې توګه یې پر دې کرښه د رسمي پولې په څېر اقدامات پيل کړي او ولسونو ته یې ګڼې ستونزې جوړې کړې دي. سره له دې چې په ډيرو برخو کې په سیمه کې مېشتو ولسونو د پاکستاني حکومت د دې غیر قانوني کار پر وړاندې اعتراضونه او ان وسله وال مقاومت وکړ، خو د حکومت د بې پروایۍ له امله پاکستاني پوځیان د اغزن سیم په تېرولو بریالي شوي دي. ولسونه بیا هم ټینګار کوي چې ددغه فرضي کرښې پر وړاندې درېږي او ارو مرو به یې له خپلو سیمو د پاکستاني پوځ اغزن سیم ټولوي.
































