د بهسودو ولسوالۍ د پېښې ارزولو لپاره لېږل شوی پلاوی وایي چې د میدان وردګو ولایت امنیه قومندان باید لویې څارنوالۍ ته ور معرفي شي او دنده یې وځنډول شي. دغه پلاوی وایي د میدان وردګو ولایت امنیه قومندان پر لاریون کوونکو د برید امر کړی و. څو ورځې وړاندې په میدان وردګو ولایت کې د علي پور غیر مسوولو وسله والو د لومړۍ حصې بهسودو ولسوالۍ پر ودانۍ برید وکړ چې د پولیسو له غبرګون سره مخ شو او په دې پېښه کې د علي پور څو وسله وال ووژل شول. ددې پېښې د څېړلو پلاوي اوس په خپلو څرګندونو کې د علي پور پر ځای د میدان وردګو ولایت د امنیه قومندان د محاکمه کولو غوښتنه کړې ده. ددغه پلاوي یوه غړي ویلي چې امنیه قومندان دې لویې څارنوالۍ ته ور معرفي شي، دنده یې دې وځنډول شي، د بهسودو لپاره ګومارل شوي چارواکي دې نورو ولسوالیو ته ولېږل شي. کورنیو چارو وزارت بیا وایي چې دمګړی امنیه قومندان کابل ته رابلل شوی او د پېښې د ثابتېدو په صورت کې به قانوني چلند ورسره کېږي.
































