امریکایي سناتور لیندسي ګراهام په تازه څرګندونو کې ویلي له افغانستان د سرتېرو د ایستلو په اړه د جو بایډن له تګلارې ملاتړ کوي. نوموړي په یوه مرکه کې ویلي چې طالبان د امریکا د تېر ایستلو په لټه کې دي او داسې ښکاري چې دغه ډله پر خپلو ژمنو عمل نه کوي. نوموړي زیاته کړې امریکایي ځواکونه باید په افغانستان کې شرایطو ته په کتو له دغه هېواد ووځي. ګراهام وایي که امریکایي ځواکونه د شرایطو تر برابرېدو مخکې له افغانستان وځي نو ددې احتمال شته چې داعش ډله او طالبان بېرته را وګرځي او په افغانستان کې خونړۍ جګړې پيل کړي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې په دې برخه کې د جو بایډن تګلاره اغېزناکه ده او د امریکا سنا به یې ملاتړ کوي.
































