کرونا د امریکا د کانګریس د یوه غړي ژوند واخیست. دا لومړی ځل دی چې کرونا د امریکا په کانګریس کې هم د مړینې سبب کېږي. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې کرونا د امریکا د تګزاس ایالت استازی رایت راین وژلی دی. راپورونو ویلي چې هغه تر دې وړاندې د سرطان ناروغي لرله خو پر کرونا تر اخته کېدو وروسته له درېیو اونیو راهیسې بستر و. د امریکا کانګریس بیا له حکومت غوښتي چې ژر تر ژر د کرونا د ختمولو لپاره د واکسینو د وېش لړۍ چټکه کړي او په دې توګه دې په دغه هېواد کې د زرګونه کسانو د مړینې مخنیوی وکړي. امریکا یو له هغو هېوادونو دی چې کرونا وبا پکې تر ټولو ډېر کسان وژلي دي.
































