د کابل په تر ټولو امنه سیمه کې په یوې ماین چاودنه کې د وژل شوي خبریال یما سیاوش پلار داوود سیاوش د خپل زوی د وژنې د قضیې د څېړنې پر څرنګوالي نیوکه کړې ده. هغه نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې مرکزي بانک له پېښې اتلس ورځې وروسته د امنیتي کمرو ویډیوګانې امنیتي بنسټونو ته استولي دي. هغه د حکومت تر څنګ پر نړیوالې ټولنې هم نیوکې کړې دي چې د ده په خبره، سره له دې چې ده ترې د خپل زوی د وژنې د قضیې د بې طرفه څېړنې غوښتنه کړې وه خو هغوی ورته تر اوسه مثبت یا منفي ځواب نه دی ورکړی. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، دا مناسبه نه ده چې حکومت د چوک له سره یو کس راولي او د زور او یا زر په واسطه هغه قانع کړي چې د دوی په خوښه څرګندونې وکړي او بیا یې پرېږدي. داوود سیاوش ټینګار کړی دی چې دی به تر هغو چیغې وهي څو پورې چې یې د زوی د وژنې قضیه په هر اړخیزه توګه څېړل شوې نه وي.
































