امریکا تل د افغان جګړې په اړه خیالي او له واقعیتونو لرې پرېکړې کړې دي. دې هېل نشریې په یوه مقاله کې د سولې بهیر او د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه تحلیل کړی دی. په دغه مقاله کې راځي چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې تل د افغانستان په اړه خیالي او له واقعیتونو لرې پرېکړې کړې دي نو له همدې امله نه یوازې دا چې دغه جګړه ختمه نه شوه بلکې ورځ تر بلې ډېرېږي او لا ډېر خلک پکې وژل کېږي. سرچینه وایي له طالبانو سره د امریکا له لوري د سرتېرو د ایستلو ژمنه کول، یوه خیالي ژمنه ده چې عملي کېدل یې امکان نه لري، ځکه لا هم په افغانستان کې خونړۍ جګړه روانه ده، ښایي طالبان پر خپلو ژمنو عمل و نه کړي او ورسره جوخت په دغه هېواد کې تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی دی. دې هېل لیکي که امریکا په رښتیا له معقولو لارو د افغان جګړې پای ته رسول غوښتی نو دومره خیالي او له بېړې ډکې ژمنې یې نه کولې او تګلارې به یې د افغانستان او سیمې پر واقعیتونو ولاړې وای.
































