د امریکا سنا ویلي چې دوی د قانون پر بنسټ د ټرمپ د استیضاح واک لري او نوموړی محکمې ته معرفي کولی شي. له اوږدو ناندریو وروسته د امریکا سنا پرېکړه کړې ده چې سبا به جمهوري غوښتونکي او دیموکراتان شپاړس ساعته وخت لري چې د ټرمپ په اړه خپل دلایل وړاندې کړي. هغوی چې د ټرمپ د محکمې غوښتونکي دي هم خپل دلایل وړاندې کولی شي او هغوی چې له نوموړي دفاع کوي هم د دلایلو وړاندې کولو حق لري. د امریکا سنا وایي چې د ګڼو نورو ادعاوو تر څنګ پر ټرمپ ستره ادعا دا ده چې د امریکا په کانګریس یې د بلوا پر مهال د لاریون کوونکو په هڅولو کې لاس درلود او دغه کسانو د ټرمپ په هڅونه د کانګریس ودانۍ ونیوله. د امریکا سنا به سبا د ټرمپ په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلانوي. ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته بیا تر دې دمه دا دویم ځل دی چې استیضاح کېږي.
































