د کابل پولیس وایي چې د کابل ښار د دویمې ناحیه په مربوطاتو کې پر یوه پراډو ډوله موټر چاودنه شوې چې له امله یې څلور کسه ټپیان شوي دي. بله چاودنه د کابل ښار د بره کي څلور لارې سره څېرمه شوې ده. د کابل پولیس وایي چې چاودنه پر یوه لنډکروزر ډوله موټر شوې ده چې له امله یې دوه کسه وژل شوي او یو بل ټپي دی. امنیتی سرچینو ددغه کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي. تر اوسه ددغه بریدونو مسوولیت هېڅ ډلې نه دی منلی. په وروستیو کې په کابل ښار کې هدفي بریدونه د مقناطیسي ماین چاودنې ډېرې شوې دي چې په نړیواله کچه یې غبرګونونه پارولي دي او له افغان حکومت غواړي چې په دې اړه بنسټیزې او هر اړخیزې پلټنې وکړی.
































