وروسته تر هغه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلنکین وویل چې امریکا به د فلسطین د اشغالي سیمې په اړه د ټرمپ اقدام تایید نه کړي؛ دې مسئلې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو غوسه راپارولې ده. نتانیاهو ویلي چې د جولان لوړې سیمې د دوی دي او تر ابده به د اسراییل برخه پاتې کېږي. هغه زیاته کړې ده چې دوی به په هیڅ صورت د دغې سیمې په اړه له شوي اقدامه په شا نه شي. نتانیاهو دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې انټونیو بلنکین ویلي وو چې دا سیمه جنجالي ده خو له ټولو ستونزو سره سره د اسراییل د امنیت لپاره له ستر اهمیت نه برخمنه ده.
































