اذربایجان، افغانستان او ترکمنستان د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو د پراختیا سند لاسلیک کړی دی. د اذربایجاني رسنیو د راپورونو له مخې د درېیواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو د درې اړخیزو سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو د پراختیا سند لاسلیک کړی چې له مخې به یې د لاجوردو لاره پراخېږي او په سوداګرۍ کې به شته ستونزې له منځه وړل کېږي. د سرچینې په خبره درېواړو هېوادونو تر دې وړاندې په ځینو برخو کې ستونزې لرلې او پر لاجوردو لار تلونکي سوداګریز کاروانونه به له ستونزو سره مخ کېدل چې اوس ددغه ستونزو پر حل ټینګار شوی دی او درېواړو هېواونو ژمنه کړې چې د اړیکو د پراختیا او لا پیاوړتیا لپاره به کار کوي.
































