د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان وایي ایران د هوکړې پرخلاف فلزي یورانیم غني کړي دي. دغه سازمان په یوه محرمانه راپور کې د ملګرو ملتونو له عمومي سازمان غوښتي چې په دې اړه خپله پرېکړه وکړي، ځکه دا یو خطرناک اقدام دی او له هوکړو ښکاره سرغړونه ده. د اټومي انرژۍ نړیواله اداره وایي چې په اصفهان چاڼځي کې دغه یورانیم غني شوي دي او د اټومي هوکړې ماتولو ته یې ادامه ورکړې ده. ایران بیا ویلي چې دوی له هوکړې نه دي وتلي خو د یورانیمو غني کول یې قانوني حق دی او خپلو فعالیتونو ته به ادامه ورکوي.
































