حوثي یاغیانو د سعودي عربستان پر ابها هوایي ډګر یو ځل بیا برید کړی دی. د سعودي عربستان دولتي تلویزیون ویلي چې د حوثیانو له لوري پر یوه ملکي هوايي ډګر برید جنګي جنایت دی او دوی به یې ځواب ارو مرو ورکوي. بلخوا د حوثي یاغیانو ویاند بیا ویلي چې څلورو بې پيلوټه الوتکو پر دغه هوايي ډګر برید کړی دی. ددوی په خبره دا برید یې د عربستان د وروستیو بریدونو په غچ کې کړی دی. دا پېښې داسې مهال کېږي چې تازه امریکا له حوثي یاغیانو سره په جګړه کې د عربستان له ملاتړ لاس اخیستی او دغه راز یې پرېکړه کړې چې دغه ډله د ترهګرو له لېست وباسي.
































