د ولسي جرګې پر رییس میر رحمان رحماني د برید مخنیوی شوی دی. میر رحمان رحماني ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي چې نن سهار درې بریدګر چې غوښتل یې د میر رحمان رحماني پر کور ډله ییز او موټر بم برید وکړي نیول شوي دي. سرچینه وایي چې پر میر رحمان رحماني دغه برید شنډ شوی دی او په اړه به یې نور جزیات وروسته ورکړي. دا راپورونه داسې مهال ورکول کېږي چې په وروستیو کې په کابل کې هدفي بریدونه ډېر شوي دي. په وروستیو کې د ولسي جرګې په څو غړو بریدونه شوي او مسوولیت یې هم کومې دلې نه دی منلی.
































