په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندلی او د سولې د تامین برخه کې یې په بشپړه توګه د خپل مسوولیت ادا کولو ژمنه کړې ده. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، امینیان تېره ورځ ناوخته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال میرویس ناب سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او سولې پروسې خبرې اترې کړې دي. امینیان زیاته کړې، چې هېواد یې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندي او تهران طالبانو ته په زغرده ویلي، چې دوی له هغه حکومت سره کلک مخالف دي چې د زور او تاوتریخوالي له لارې واک ته رسېږي. هغه د تېرو لاسته راوړنو د ساتنې او دغه راز د اوربند د تامین برخه کې د خپل هېواد له لوري د بشپړ ملاتړ ډاډ هم ورکړی دی.
































