د ترکیې د دفاع وزارت ویلي چې د عراق په شمال کې د پ.کې.کې ترهګرو په یو برید کې شپږو ترکي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد وزارت په خبره، دا پېښه د عراق په شمال کې په یوه غرنۍ سیمه کې رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې دوه ترکي پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د ترکي چارواکو په خبره، په پېښه کې ټپي شوي سرتېري د درملنې لپاره خپلو اډو ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی. د ترکیې دفاع وزارت دغه راز زیاته کړې چې تر دغې پېښې وروسته یې په عراق کې د پ.کې.کې ترهګرو پټنځایونه بمبار کړي او دغې ډلې ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. په همدې حال کې پ.کې.کې ادعا کړې ده چې تر اوسه یې په عراق کې ۱۰ ترکي سرتېري وژلي دي.
































