ملګري ملتونه وايي، چې تېره ورځ د کابل په سروبي ولسوالۍ کې يې پر موټریز کاروان وسله وال برید شوی دی. د یوناما د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې د ملګرو ملتونو د موټریز کاروان پنځه امنیتي کسان وژل شوي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال رامیز الاکبروف د وژل شويو افسرانو کورنیو ته خپله خواخوږي وړاندې کړې ده. نوموړي هیله څرګنده کړې، چې په افغانستان کې نور تاوتریخوالی پای ته ورسیږي.
































