عرب نیوز په خپل یوه مطلب کې لیکي افغانستان په کور د ننه له سخت سیاسي کشمکش او جګړو سره لاس او ګریوان دی او کرونا ویروس بیا په دغه هېواد کې نوی بحران رامنځ ته کړی دی. د سرچینې په خبره داسې اټکل کېږي چې که وضعیت همداسې روان وي نو په افغانستان کې به تر ۲۵ میلیونه پورې خلک په کرونا اخته شي. سرچینه کاږي افغان روغتیايي بنسټونه له کرونا سره د مبارزې وړتیا نه لري او له بلې خوا سیاسی ناندریو او جګړو له دغه ویروس سره مبارزه سخته کړې ده. عرب نیوز اندېښنه ښيي چې که وضعیت همداسې روان وي نو په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځ ته کېدو احتمال شته دی.
































