د چين ميډيا ګروپ د فبرورۍ د يوولسمې نېټې په شپه د چين د کرهنيزې جنترۍ د نوي کال د رارسيدو په درشل کې نړيوالو کتوونکو ته د ۲۰۲۱ کال د پسرلني اختر د لمانځنې ماښامنۍ ننداره وړاندې کړې چې په دې ننداره کې د لوړې تکنالوژۍ له لارې غني او په زړه پورې هنري پروګرامونه شامل دي.
د چين ميډيا ګروپ هر کال د چيني دوديزې جنترۍ د ( چو شي) ورځې په شپه يعنې د مخکيني کال په وروستۍ شپه د پسرلني اختر ماښامنۍ ننداره جوړوي چې په دغه ننداره کې د سندرو، نڅاوو او اوپرا په شمول بېلا بېل ښايسته هنري پروګرامونه شامليږي. له څه باندې ۳۰ کلونو راهيسې د ( چو شي ) ورځې په شپه د نوموړې نندارې کتنه د پسرلني اختر د لمانځنې په مناسبت د چينايانو دود ګرځېدلی دی.

د سږ کال د پسرلني اختر په ننداره کې د پروګرامونو له لارې د بېوزلۍ د له منځه وړلو ، د کرونا وبا د وقايې او کنترول په برخو کې د چين لاسته راوړنې او د چين عنعنوي کلتوري ځانګړتياوې ښکاره شوې دي. پر تلويزيون بر سيره، دغه ننداره پر زياتو نويو رسنيو باندې د مصنوعي ځېراکتيا او 3D په شمول د نويو تکنالوژيو په وسيله خپره شوې.
د لومړنۍ شمېرنې له مخې، د فبرورۍ د يوولسمې نېټې د شپې تر دوولسو بجو پورې د ۲۰۲۱ کال د سپرلني اختر د نندارې ژوندۍ خپرونې د کتوونکو شمېر يو مليارډ او يو سلو څلوېښت مليونو تنو ته رسيدلی چې له دې جملې څخه پنځه سوه او نهه شپيته مليونو تنو د انترنيټي شبکې له لارې او پنځه سوه او يو اويا مليونو تنو د تلويزيون له لارې دغه خپرونې کتلي دي.
د امريکا، فرانسې، ايتاليا، روسيې، جاپان، برازيل، استراليا، هند، عربي متحده اماراتو، ماليزيا او جنوبي افريقا په شمول د ۱۷۰ هېوادونو او سيمو کابو ۶۰۰ خبري رسنيو د نوموړې نندارې ژوندۍ خپرونې او يا اړوند خبرونه خپاره کړي دي. د چين په بهر کې تر اتلس مليونه، شپږ سوه او شپيته زرو زياتو انټرنيټ کاروونکو پر يوټوب او فيسبوک باندې د دې نندارې ژوندۍ خپرونې کتلي دي.
































