د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۲۷ میلیونه ډېر کسان په کرونا وبا اخته شوي او تر ۴۷۵ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۰۷ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه او ۳۰۰ زره ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي. په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۹۲ زره او ۷۲۹ تنو ته رسېدلی دی. د دې تر څنګ په برازیل کې ۲۳۶زره او ۲۰۷، په مکسیکو کې ۱۷۱زره او ۲۳۴، په هند کې ۱۵۵زره او ۴۴۷، په بریټانیا کې ۱۱۵ زره او ۷۴۸، په ایران کې ۵۸ زره او ۷۵۱ او په پاکستان کې ۱۲ زره او ۲۱۸ تنه تر دې دمه کرونا مړه کړې دي.
































