د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي، افغان دولت د سولې لپاره زړور ګامونه اخیستي دي؛ خو طالبانو رښتینولي نه ده ښودلې، تاوتریخوالی يې زیات کړی او په دوحه کې یې د خبرو میز پرېښی دی. نوموړي ویلي، په پیل کې د طالبانو شرط دا و؛ که بندیان یې آزاد شي، نو تاوتریخوالی به کم کړي، خو په خبره یې ټول شاهد دي چې د بندیانو له خوشې کېدو سره هم تاوتریخوالی کم شوی نه دی. د نوموړي په خبره وسله والو طالبانو د سولې لپاره رښتینولي او ژمنتیا نه ده په ډاګه کړې. دانش همدارنګه زیاته کړې چې د افغان سولې لپاره بهترین فرصت رامنځته شوی دی او باید له دې فرصت څخه ګټه واخیستل شي. نوموړی وايي، دوحه کې خبرې په ټپه ولاړې دي او طالبان نوي شرطونه وړاندې کوي چې دا د سولې پروسه اغېزمنوي او د هېڅ لوري لپاره په ګټه نه دي.
































