د ولسي جرګې غړي د ښوونکو د معاشونو د يو شان کېدو له کبله د ولسمشرۍ ماڼۍ او د ملي امنيت شورا تر فشار لاندې دي. دغه موضوع ولسي جرګه کې د پروان ولايت د خلکو استازي صدیق احمد عثماني په پروان کې د ښوونکو په يوه غونډه کې مطرح کړه. نوموړی وايي، د حکومت رهبري او د ملي امنيت شورا د دې لپاره چې د ولسي جرګې استازي د ښوونکو د معاشونو د يو شان والي له پرېکړې په شا شي او د ۱۴۰۰مالي کال بودجه تصويب کړي، فشارونه وارد کړي دي. نوموړی وايي، تر هغه چې د ښوونکو معاشونه لوړ شوي نه وي، دوی به له خپلې پرېکړې په شا نه شي. خو د ماليې سرپرست وزير محمد خالد پاینده وايي، که بودجه تصويب نه شي، نو بې وزلي او اقتصادي ستونزې به ډېرې شي.
































